پینځلس تنه په کمپیوټر پوه معلولیت لرونکي وګړي به ژر په دنده وګمارل شي

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۸ - ۱۰:۳۳
1

 

پینځلس تنه په کمپیوټر پوه معلولیت لرونکي وګړي به ژر په دنده وګمارل شي

پرون یکشنبه د (زمري میاشتې ۲۷) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو ریاست د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز له هغو ۷۹ معلولیت لرونکو وګړو نظري او عملي ازموینه واخیسته، چې د پښتو او دري ټایپینګ سربېره د کمپیوټر په برخه کې یې زده کړې او مهارت درلود.

دا ازموینه د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحید الله صافي او د وزارت د نورو مسولینو په حضور کې په شفاف ډول واخیستل شوه او د ټولو کاندیدانو د اسنادو له کتلو او څېړلو ورورسته د دوی له ډلې پینځلس وړ او مستحق کسان غوره شول. په ازموینه کې بریالي شوي کسان به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ډیټا انټرۍ په برخه کې په دنده وګمارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د پروسې د روڼتیا په موخه د جلالتماب وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي په لارښوونه د یادو پنځلسو بستونو اعلان د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له رسمي فېسبوک پاڼې او وېب سایټ څخه خپور شوی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS