پینځلس تنه په کمپیوټر پوه معلولیت لرونکي وګړي به ژر په دنده وګمارل شي

mmd_admin
Mon, Aug 19 2019 10:33 AM
1

 

پینځلس تنه په کمپیوټر پوه معلولیت لرونکي وګړي به ژر په دنده وګمارل شي

پرون یکشنبه د (زمري میاشتې ۲۷) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو ریاست د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز له هغو ۷۹ معلولیت لرونکو وګړو نظري او عملي ازموینه واخیسته، چې د پښتو او دري ټایپینګ سربېره د کمپیوټر په برخه کې یې زده کړې او مهارت درلود.

دا ازموینه د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحید الله صافي او د وزارت د نورو مسولینو په حضور کې په شفاف ډول واخیستل شوه او د ټولو کاندیدانو د اسنادو له کتلو او څېړلو ورورسته د دوی له ډلې پینځلس وړ او مستحق کسان غوره شول. په ازموینه کې بریالي شوي کسان به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ډیټا انټرۍ په برخه کې په دنده وګمارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د پروسې د روڼتیا په موخه د جلالتماب وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي په لارښوونه د یادو پنځلسو بستونو اعلان د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له رسمي فېسبوک پاڼې او وېب سایټ څخه خپور شوی و.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS