د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د قلعه کاه ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۸

د شهیدانو کورنیو او معلولینو د وضعیت د ارزونې او له نږدې څخه د هغوی د احوال اخیستنې په موخه، د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو رئیس د قلعه کاه ولسوالۍ ته سفر وکړ، د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له اجراآتو او فعالیتونو څخه یې ارزونه ترسره کړه، د کاري بهیر د لاښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

په دغه سفر کې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئيس د مجردو شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې لیدنه وکړه، هغوی سره همدردي او خواخوږي څرګنده کړه او د یادو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه ورسره نغدي مساعدتونه هم ترسره شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS