د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او ځينې مواد شامل وو، چې د منظم پلان له مخې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شول. 

د مرستو د وېش پر مهال د دې وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي محترم شیرین آغا او د (HHRD) مؤسسې مسؤلینو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د هېواد په ډیری ولایتونو کې زرګونو تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۰:۲۲
Background image

په تخار ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د تخار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه د یاد ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي خوست او پکتیا ولایتونو ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د کاري ظرفیت لوړونې پروګرامونو (۲۲) تنو فارغانو ته د تصدیق‌ پاڼو وېش او د یو شمېر نورو کارکوونکو لپاره د نوي زده کړه ئیزو پروګرامونو پېل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت اړوند (۲۲) تنو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو او د اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه د کمپیوټر او انګلیسي ژبې درې. . .

BACK TO NEWS