د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ عبدالحکیم حقاني کاپیسا ولایت ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ عبدالحکیم حقاني، چې د دې وزارت د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روحالله نصرت یې ملتیا کوله، د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ارزونې په موخه یې کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.
محترم شیخ صاحب د کاپیسا ولایت له والي محترم قاري صاحب بریال او د هغه له مرستيال سره وکتل او د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مرستیال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو او ترسره شوو چارو څخه لیدنه وکړه، مستحقینو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر وکتل او د خدمتونو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته یې د ښې رسیدنې په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه محترم شیخ صاحب د شهیدانو له یو شمېر وارثینو سره هم وکتل، ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې او له هغوی سره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
