د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۰

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو او د اسلامي احکامو او ارزښتونو په اړه د هغوی د معلوماتو د پیاوړتیا په موخه منظم تدریسي پروګرام پیل کړی دی، د یاد پروګرام له مخې، هر سهار شاوخوا دېرش دقیقې کارکوونکو ته د دیني مسائلو په بېلابېلو برخو کې زده کړې وړاندې کېږي. په دې لړ کې ګډونوالو ته د عقیدوي او فقهي مسائلو ترڅنګ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم په اړه هم لازم او ګټور معلومات تدریس کېږي، څو کارکوونکي د خپلو ورځنیو چارو ترڅنګ، له دیني مسائلو سره لا زیات اشنا شي.

نن د ګډونوالو د دیني معلوماتو د معلومولو او د تدریس شویو موضوعاتو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې د اخېستو پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د دغه ریاست یو شمېر کارکوونکو حضور درلود او د ازموینې بهیر یې له نږدې وڅاره.

یاده ازموینه د کارکوونکو د لیک او لوست د وړتیا له مخې په دوو برخو کې ترسره شوه، هغو کارکوونکو چې د لیک او لوست وړتیا یې لرله، ازموینه یې په تحریري بڼه ورکړه او له هغو خدماتي کارکوونکو څخه چې په لیک او لوست نه پوهېدل، ازموینه په شفاهي (تقریري) ډول واخیستل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS