د سرپل ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
mmd

د سرپل ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د سرپل ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند (۶۴۳) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۳۷۲۶۰۱۸۹) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. پاتې (۱۴۶) شهیدانو (۵۰۰۹۰۳۴۸) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې او د کاري پروسې له بشپړېدو سره به یې حقوقو بانکي حسابونو ته ولېږدل شي.
(۱۰۰) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۱۱۱۰۴۳۷۶) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۵) معلولینو حقوق هم د پروسس په حال کې دي او (۶۷۲۰۰۰) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده.
د (۹۳۹۸) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره (۵۳۰۵۵۲۸۴۲) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.
(۱۵۴۰) ملکي معلولینو حقوق خپل حقوق ترلاسه کړي دي. دوی ته د یو کال لپاره (۴۸۸۸۵۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. پاتې (۵۹۶) معلولینو حقوق تر کار لاندې دي او دوی ته (۶۹۴۳۷۰۰۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements