د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس چهاربولک ولسوالۍ ته سفر وکړ
د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي جان محمد حکمت چې د یاد ریاست مالي او اداري عمومي مدیر یې ملتیا کوله، د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له کړنو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره کړه او د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر ته یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه سپارښتنه وکړه.
همداراز د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د چهاربولک ولسوالۍ له ولسوال محترم قاري ګلاب الدین او یو شمېر نورو مسئولینو سره په لیدنه کې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې او وې ویل چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د یتیمانو په کورنیو او معلولینو ډیر مهربانه او هغوی ته ځانګړې پاملرنه لري او په کار ده چې د دې قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته ښه رسیدنه وشي.
