په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د خیریه بنسټونو او همکارو مؤسسو د لا زیاتو همکاریو د جلبولو او مستحقو کسانو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به خپلې هڅې روانې وساتي.
