دشهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۰۰) تنو مستحقینو ته خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د حبیب ګلزار شرکت په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د حبیب ګلزار شرکت ځینو مسؤلینو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په پوره توګه څارنه ترسره کړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS