د لویې پکتیا ځوانانو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل

content_admin
Tue, Jan 21 2020 11:44 AM
mmd

ځوان کهول کولی شي د هیواد ټولو ستونزو او ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي.

د لویې پکتیا ځوانانو ټولنو ګډې جرګې مشرتابه غړي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.
د جرګګۍ رئیس ښاغلي آرین پکتیار د لویې پکتیا ( پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ) د ځوانانو ټولنو ګډې جرګې لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونو په اړه معلومات شریک کړه او تر څنګ یې ددې سیمې د ولسونو د ستونزو یادونه هم وکړه. نوموړي د ښاغلي وزیر لعل الدین آریوبي له لوري ولسونو ته د ښوونې او روزنې، ولسي انسجام او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ترسره شوي کارونه اغېزناک او ګټور وګڼل او هیله یې وښوده، چې د لویې پکتیا د ولسونو د سیاسي مشارکت او اقتصادي پیاوړتیا لپاره لا نور ګټور ګامونه هم واخیستل شي.
ښاغلي آریوبي د لویې پکتیا د ځوانانو ټولنو ګډې جرګې کارونه او لاسته راوړنې وستایلې او له ټولو ځوانانو څخه یې مننه وکړه. ښاغلي آریوبي د جرګګۍ غړو ته د حکومت د پراختیایي پروګرامونو په اړه معلومات ورکړه وویل، زموږ موخه د ولسونو خدمت او اقتصادي پیاوړتیا ده. ښاغلي آریوبي د بشپړ همکارۍ او د لویې پکتیا ستونزو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS