د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس قیصار، چهل ګزې او شیرین تګاب ولسوالیو ته سفر وکړ، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل د هغوی غوښتنې واوریدې او یو اندازه نغدي مساعدتونه یې هم ورسره ترسره کړل.
همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور د سروې له بهیر څخه هم ارزونه وکړه او د ښې سروې د ترسره کیدو او د واقعي مستحقینو د پېژندنې په موخه یې اړوندو کسانو ته لازمې لارښوونې وکړې، څو واقعي مستحقین وپېژندل شي او د میاشتني نغدي مساعدتونو څخه برخمن شي.
