په کندهار ولايت کې پر سلګونو مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sat, Feb 21 2026 9:17 AM
mmd

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) کورنیو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم ډول پر مستحقو کورنیو ووېشل.

د‌ مرستو د وېش پر مهال د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود، مرسته اخیستونکو هم د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې دې هم ورسره ورته مرستې ترسره شي.

په ورته وخت کې د‌ یاد ریاست مسؤلینو هم ډاډ ورکړ چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره به د‌ لا زياتو مرستو د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS