په کندهار ولایت کې (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته په کورونو کې د کالیو ګنډلو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې

asad_admin
Thu, Dec 25 2025 9:18 AM

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (LOD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پنځوس (۵۰) تنو مستحقو کونډو ته د خیاطۍ په برخه کې زده کړې ورکړې، همداراز هغوی ته د خیاطۍ د پرمخ وړلو او په کورونو کې د کالیو ګنډلو په موخه اړوند وسایل او ابزار هم په واک کې ورکړل شول.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به هم د هغوی لپاره لازمې مرستې برابرې کړي ترڅو هغوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په اسانه توګه پوره شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS