د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړونې درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

asad_admin
Sat, Nov 01 2025 2:29 PM

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د خپلو کارکوونکو د کاري وړتیا لوړولو لپاره درې ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ، یاد روزنیز ورکشاپ د نهر سراج، ګرشک، سنګین، کجکي، بغنې، باغران، ناوه مېش، ګرمسیر او خانشین ولسوالیو اړوند د شهیدانو او معلولینو چارو مدیرانو لپاره ترسره شو، چې موخه یې د اداري چارو او مدیریتي مهارتونو پياوړي کول وو.

په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري مراسلاتو اصول او د مدیریت مهارتونه وښودل شول، څو خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پلان لري چې په راتلونکي کې د پاتې ولسوالیو د شهیدانو او معلولینو چارو مدیرانو ته هم ورته ورکشاپونه جوړ کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS