په ننګرهار ولايت کې په (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش
د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د ملاتړ په موخه د (HHRD) مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او د نورو خوراکي موادو ترڅنګ قرطاسیه هم شامله وه.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو او د مؤسسې استازو هم حضور درلود.