د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوی محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.
د دې بررسي اصلي موخه د ۱۴۰۳ کال د بودجې د مصرف د څرنګوالي معلومول، د مخکیني پلاوي سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو وپیژندل وو.
همداراز یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر او د یاد ریاست له نورو اداري چارو څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړه چې بشپړ راپور به یې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریک شي.
