د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Sep 16 2025 9:47 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د توحید او تحلیل آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د یاد ریاست کارکوونکي محترم خیبر شېرزاد یې ملتیا کوله، جوزجان ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري ترسره شوي فعالیتونه او کړنې له نږدې وارزولې.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د ځانګړې شوې بودیجې د مصرفولو، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت پروسه او له اداري چارو څخه په هر اړخیز ډول ارزونه ترسره کړه، په یادو برخو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د رسیدګي په موخه یې اړوند کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي تر وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري ترسره شوي فعالیتونه او کړنې له نږدې ارزولې وې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS