د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د (ZFA) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او شفاف ډول مستحقو کسانو باندې ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د مساعدتونو د توزیع مدیر محترم شیرین آغا او د خیریه مؤسسې مسؤل محترم داکتر حمیدالدین یولداش هم شتون درلود او مستحقو کسانو ته یې د مرستو د وېش له بهیر څخه په هر اړخیز توګه نظارت ترسره کړ.
د یادونې وړ ده چې د (ZFA) مرستندویه مؤسسې له دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ په مرکز او ولایتونو کې ډیری شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو سره بېلابېلې مرستې ترسره کړي دي.