د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Sat, Sep 13 2025 9:35 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوی چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امینی یې ملتیا کوله، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.

د دې بررسي اصلي موخه د ۱۴۰۳ کال د بودیجې د مصرف د څرنګوالي معلومول، د مخکیني پلاوي سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو  د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوو وپیژندل وو.

یاد پلاوی به د خپلو موندنو بشپړ راپور د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS