د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۳۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوی چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امینی یې ملتیا کوله، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.

د دې بررسي اصلي موخه د ۱۴۰۳ کال د بودیجې د مصرف د څرنګوالي معلومول، د مخکیني پلاوي سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو  د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوو وپیژندل وو.

یاد پلاوی به د خپلو موندنو بشپړ راپور د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۳۵
Background image

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوی چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امینی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د توحید او تحلیل آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۴۵
Background image

په لوګر ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ (۶) ډوله بېلابېلې. . .

BACK TO NEWS