د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Thu, Jul 24 2025 9:03 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د ولایتونو د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړي محترم خیبر شېرزاد یې ملتیا کوله، نورستان ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د یاد ریاست له کاري بهیر او ترسره شویو اجراآتو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

ټاکل شوي پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت بهیر او همداراز هغوی ته د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېشلو له پروسې څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه، شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه کړې او د حل په موخه یې د اړوند ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS