د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت په محبس کې له معلول بندیانو سره وکتل

asad_admin
Thu, May 08 2025 9:19 AM
mmd

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي او ورسره مل پلاوی د دې ولایت محبس ته د معلول بندیانو پوښتنې او لیدو ته ورغی، د معلولینو وضعیت یې له نږدې وڅاره او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له منظور شوې طرحې سره سم به، پر وخت هغوی ته نغدي مساعدتونه ورکړل شي.

همداراز، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د زندانونو د چارو تنظیم ریاست له مسؤلینو مننه وکړه، چې د بندیانو ساتنه او پالنه په ښه توګه تر سره کوي او دا زمینه یې برابره کړې، ترڅو دوی وکولای شي د معلول بندیانو له وضعیت څخه له نږدې معلومات ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، معلول بندیانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د پلاوي د لیدنې له امله خوښي وښوده او ویې ویل چې مشران یې له دوی سره مهربانه دي او حتی په محبس کې هم د هغوی احوال اخلي او وضعیت ته یې پاملرنه کوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS