د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Sat, Mar 15 2025 10:03 AM
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د روژې په مبارکه مياشت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره اته (۸) ډوله خوراکي توکي چمتو او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به پر مستحقو کسانو ووېشل شي.

د همکاری یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ مسؤل محترم محمد جواد ترمنځ لاسلیک شو ، د يادې پروژې مجموعي لګښت (۷۰۰۰) امریکایي ډالره کېږي، چې په پلي کیدو سره به یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ستونزو ته رسیدګي وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS