د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۸۰) تنو مستحقینو ته خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
Sun, Mar 02 2025 11:16 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۴۸۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس محترم مفتي فيصل خاموش، د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحب زاده، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه  یې په پوره توګه نظارت وکړ.

محترم مفتي فيصل خاموش د مرستو د وېش پر مهال د خیریه مؤسسو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې چمتو او د هغوی ملاتړ وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS