د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې د نوي الکټرونیکي سیسټم لپاره د اړتیا وړ د معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د برابرولو په موخه غونډه جوړه شوه

asad_admin
Tue, Dec 17 2024 12:52 PM
mmd

په هغه غونډه کې چې د ډيټابيس او معلوماتو رٸيس مولوي باقي بالله فضلي په سرپرستۍ کې جوړه شوې وه، په هغه کې د اداري او خدماتو رٸيس محترم مولوي سردار محمد حبيب ، د اطلاعاتو او عامه اړيکو  رٸيس  محترم مفتي فيصل خاموش د تدارکاتو آمر محترم قاري عبدالباسط منصور او د اړوندو څانګو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د (۲۰) قلمه وسایلو په اړه چې په مرکز او ولایتونو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم لپاره چې په (۱۴۰۳) مالي کال کې ورته اړتیا وه، او د پیرودلو قرارداد یې له یوه شرکت سره لاسلیک شوی وو، چې یاد شرکت د اړتیا وړ ځینې توکي چمتو کړي او ځینې نور یې لا هم تر اوسه دې وزارت ته نه دي رسیدلي، پریکړه وشوه چې قرارداد شوي شرکت سره دې په دې هکله خبرې وشي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې یاد شوي وسایل په وخت سره د ډېتابېس او معلوماتو ریاست ته چمتو او وسپاري.

 همدارنګه اړینه وبلل شوه چې د وسایلو د تحویل پروسې په هکله دې لازم اقدامات ترسره شي او په وړاندې یې رامنځته شوی خنډ او ځنډ له منځه یوړل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS