د ډېتابېس او معلوماتو د سيسټم په ریاست کې د پروژې ستراتیژیک پلان د تطبیق پر څرنګوالي، د ډېټابېسونو جوړولو او د سیسټم د تأدیې او محاسبې برخې د فعالولو په اړه اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
Sun, Oct 06 2024 11:58 AM
mmd

یاده غونډه چې د  ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر او د ام آی اس آمریت وارسي کوونکي محترم سید تمیم آغا او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د پروژې ستراتیژیک پلان پر وخت او په ښه ډول د تطبیق کیدو پر څرنګوالي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاستونو لپاره د ډېټابېسونو جوړولو پر پروسې او همداراز د سیسټم د تأدیې او محاسبې برخې د فعالولو او اصلاح په تړاو خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې یادو برخو ته پوره پاملرنه وشي.

په پای کې د محترم فضلي صاحب لخوا  ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې له پوره جدیت او نوښتونو څخه کار واخلي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS