د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د قمر خیریه بنسټ له مشر سره وکتل

nasrat_admin
Thu, Jul 25 2024 12:53 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د قمر خیریه بنسټ له مشر محترم رحمت الله نوروز سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې کتنې پر مهال د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د دې وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د وزارت د مقام مشاور محترم مولوي حیات الله میوند او د یاد خیریه بنسټ ځینو مسؤلینو حضور درلود.

په دې کتنه کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په یادولو سره وویل: افغانانو په هیواد کې د څلور نیمو لسیزو په ترڅ کې ډیرې ستونزې او کړاوونه ګاللي دي او جدي اړتیا ده چې هغوی ته د مرستو رسولو زمینه برابره او په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

محترم وزیر صاحب زیاته کړه: د اسلامي امارت له لوري دې وزارت ته د پراخې بودیجې له ورکړې سره سره، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لوړ آمارو او ارقامو ته په کتو بیا هم د هغوی ستونزو ته په کافي اندازه رسیدګی نه کیږي، او له خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه مو غوښتنه دا ده چې له دې قشر سره لا زیاتې مرستې وکړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د قمر خیریه بنسټ رئیس محترم رحمت الله نوروز د یاد خیریه بنسټ د فعالیتونو او کړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د قمر خیریه بنسټ د خپلو خدمتونو په وړاندې کولو کې یتیمانو او معلولینو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه به وکړي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ به دې اغیزمن قشر ته د سرپناه برابرولو، کاري فرصتونو، د خوراکي توکو وېش او همدارنګه د تحصیلي بورسونو په برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.

د دې کتنې پر مهال د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست د یاد خیریه بنسټ له مشر سره په دې وزارت کې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو ارقام شریک کړل او له هغه یې وغوښتل تر څو یتیمانو او معلولینو ته د دې وزارت سره په همغږۍ د حرفوي زده کړو، خوراکي توکو وېش او د ژمنېو توکو د چمتو کولو زمینه برابره کړي.

په دې کتنه کې محترم مولوي ثناءالله فرقاني هم د یتیمانو او معلولینو پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې او د یاد خیریه بنسټ له مشر څخه یې وغوښتل چې د یتیمانو او معلولینو اساسي اړتیاوو پاملرنه وکړي او هغوی ته د اقتصادي ودې او ځان بساینې په برخه کې پروګرامونه په لاره واچوي ترڅو هغوی له اقتصادي له پلوه په ځان بسیا او ستونزو ته یې د پای ټکی کېښودل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS