د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د دې وزارت د کال سنټر د بیاځلې فعالولو په تړاو د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له استازو سره لیدنه وکړه

nasrat_admin
Thu, Apr 04 2024 1:57 PM
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې تر سره شوه په هغه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازو ګډون درلود.

د دې ناستې په ترڅ کې د دې وزارت اړوند د کال سنټر د بیاځلې فعالولو پر څرنګوالي او په تېرې ادارې کې د دې وزارت د کال سنټر د مقروضیت په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له استازو څخه وغوښتل چې په راتلونکي غونډه کې دې، د دې شرکت باصلاحیته تخنیکي او مسلکي استازی ګډون وکړي تر څو په دې اړوند یوې نهائي پایلې ته ورسیږو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS