د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت يو پلاوي په پکتیکا ولایت کې د یو شمېر فدايانو کورنېو سره له نږدې وکتل او له هغوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه

nasrat_admin
Fri, Mar 22 2024 12:21 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د شهيدانو چارو رئيس محترم مولوي روح الله نصرت په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد یې ملتیا کوله،

د پکتیکا ولايت د مرکز په شمول، په يوسف خېل، یحیی خیل، جانخېل، خیرکوټ، خوشامند، وازېخوا، تروې، سر حوضه، اورګون، نېکه، سروبي، ګیان او برمل ولسوالېو کې د دوه اتیا (۸۲) تنو فدایانو له کورنېو سره مرسته ترسره کړه چې هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

یاد پلاوي د فدايانو له کورنېو سره په کتنه کې وويل: " شهادت يو لوړ مقام او منزلت لري چې الله تعالی جل جلاله یې خاصو بندګانو ته ور په برخه کوي، مونږ او تاسو ته هم پکار دې چې د تللو شهیدانو په قدم ولاړ شو او خپل ځانونه او د کورنې غړي پر نبوي سنتو برابر کړو."

 د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د پکتیا ولايت په مرکز او ولسوالېو کې د فدايانو له یو شمېر کورنېو سره هم ورته مرستې ترسره کړې وې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS