د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو او د ویش په موخه د انساني مرستو د ټولنې له مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د انساني مرستو د ټولنې د مؤسسې مرستیال محترم حبیب الله وردګ ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به، په کابل ولایت کې یوسل او نوي (۱۹۰) تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او مالګه شامل دي، وویشل شي.
د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د شهیدانو ورثه او معلولین د ټولنې اړمن قشر دی او په کار ده تر څو هغوی ته په لرې پرتو سیمو کې د څښاک صحي اوبو د برابرولو، د خوراکي توکو د چمتو کولو او د حرفوي زده کړو د زمېنې د برابرولو په برخو کې آسانتیاوې رامنځ ته شي.
په ورته وخت کې د انساني مرستو د ټولنې د مؤسسې مرستیال محترم حبیب الله وردګ د دې مؤسسې د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په پورتنېو ذکر شویو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت نه زره (۹۰۰۰) امریکایي ډالره دی چې په کابل ولایت کې به تطبیق شي.