د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د آسیایي برخې له ځانګړي استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

nasrat_admin
Sun, Jan 28 2024 11:30 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق اخند د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د آسیایي برخې له ځانګړي استازي محترم ریټو سټاکر سره وکتل. د دې کتنې په ترڅ کې د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمیټې د معلولینو د فزیکي بیاوړتیا موندنې د پروژې مسؤل محترم نجم الدین هلال، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمیټې سلاکار محترم عزت ګل او د اړوندو څانګو آمرینو ګډون درلود.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولیت لرونکو وګړو ته په ټول هېواد کې یو شان خدمتونه وړاندې کوي، هڅه مو داده چې د دې مظلوم او اړمن قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو ته پوره رسیدګي وکړو تر څو د هغوی ستونزې په بشپړه توګه حل شي.

هغه همداراز په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې فعالیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: هغه خدمتونه چې د سره صلیب نړیواله کمیټه یې په هېواد کې معلولیت لرونکو وګړو ته وړاندې کوي ښه به وي چې هغه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره شي نو په دې ترتیب به په هېواد کې ټولو معلولینو ته غوره او یو شان خدمتونه وړاندې شي.

ورپسې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د آسيايي برخې ځانګړي استازي ریټوسټاکر په افغانستان کې د دې کمېټې د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: د سره صليب نړيواله کمېټه د کابل په ګډون په ننګرهار، هرات، هلمند، بلخ او بدخشان ولایتونو کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ارتوپیډي، د کاري فرصتونو زمینې برابرولو، حرفوي زده کړو او د اقتصادي ځان بساینې لپاره اړمنو معلولینو ته د کوچنیو پورونو د ورکړې په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي دي.

نوموړي د خبرو په ترڅ کې وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کمو مالي امکاناتو د درلودلو سربیره بیا هم معلولیت لرونکو وګړو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي. هغه زیاته کړه: اړتیا ده چې د سره صلیب نړیواله کمیټه د شهیدانو او معلولینو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو سره په همغږۍ هغو معلولینو ته چې تر اوسه یې په بشپړه توګه خدمتونو ته لاسرسی نه درلود هغوی ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس هم خبرې وکړې او ویې ویل: دې وزارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د ثبت او راجسټر په موخه ځانګړی ډېټابېس رامنځ ته کړی چې په هغه کې د یادو کسانو ځانګړتیاوې ثبت شوې. همدارنګه دې وزارت د معلولینو د ځان بساېنې په موخه د حرفوي زده کړو یو مرکز جوړ کړی چې په هغه کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته په بیلابیلو برخو کې زده کړې ورکول کیږي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS