د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو د حقوقو د تثبیت نوی آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
Sun, Dec 17 2023 9:24 AM
mmd

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د معلولینو د توانبخشۍ رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د ډیټابیس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او د شهیدانو چارو ریاست کارکوونکو ګډون درلود

د معرفي په دې غونډه کې د مالي او ادارې چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د محترم مولوي شاه ولي د تجربو او سوابقو په اړه هراړخیزه خبرې وکړې او هغه یې د شهیدانو وارثینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مناسب شخص وباله. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې په اداره کې تغییر او بدلون یو اصل وګاڼه او نوي آمر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

محترم مولوي شاه ولي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید پر اساس د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له خوا د شهیدانو د حقوقو د تثبیت د نوي آمر په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

 د شهیدانو د حقوقو د تثبیت د نوي آمر معرفي کولو په پروګرام کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یاد آمریت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په پوره همغږۍ سره ورسپارل شوې دندې ترسره کړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت د یاد ریاست د کاري بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او محترم مولوي شاه ولي ته یې د شهیدانو د حقوقو د تثبیت د نوي آمر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او په چارو کې یې نوموړي ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS