د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د دې وزارت د الحاقیه ودانۍ د بیارغونې چارو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
Tue, Dec 12 2023 2:19 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب او یو شمیر نورو آمرینو یې ملتیا کوله، د یادې ودانۍ د بیارغونې چارو د پرمختګ څخه یې بررسي او لیدنه وکړه.

د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د دې بررسۍ په ترڅ کې د يادې شوې ودانۍ له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د ساختماني شرکت مسؤلينو ته چې د یادې ودانۍ د بيارغونې مسؤليت لري، لارښوونه وکړه چې د بيارغونې بهير دې چټک کړي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د هغه جومات د ساختماني چارو څخه هم لیدنه وکړه چې د دې وزارت په انګړ کې یې د جوړیدو چارې پر مخ روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت الحاقیه ودانۍ په تیرو پنځه ویشتو کلونو کې ویجاړه او ورڅخه ګټه نه اخیستل کیده چې د اسلامي امارت د واکمنيدو څخه وروسته یې ځینې برخې رغول شوې او د پاتې برخو د بیارغونې چارې یې په چټکۍ روانې دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS