د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د شهيدانو او معلولینو چارو رياستونو اړوند کارکوونکو ته دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

nasrat_admin
Sun, Dec 03 2023 1:38 PM
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشری يو پلاوی خوست ولایت ته د یاد وزارت اړوند رياست د کړنو او فعاليتونو د څیړنې او ارزونې په موخه سفر کړی.

ياد پلاوي د خوست ولايت سربیره د پکتیا او پکتيکا ولایتونو د شهيدانو او معلولینو چارو رياستونو  اړوند آمرینو، د مالي او اداري عمومي مدیرانو او یو شمېر نورو کارکوونکو ته دوه ورځنی ورکشاپ دایر کړ. په ياد ورکشاپ کې کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو، د استخدام پروسې اړوند اسنادو په اړه په نظري او عملي ډول زده کړې ورکړل شوې.

همداراز د یاد پلاوي لخوا د یتیمانو او معلولینو حمایوی صندوق لپاره د جوړې شوې فورمې او د مجاهدینو د شل کلن خدمت  د ادوارو د تثبیت فورمې په اړه د یادو ولایتونو کارمندانو سره معلومات شریک او وضاحتونه ورکړل شول.

د ياد ورکشاپ په ترڅ کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود لخوا د یادو رياستونو اړوندو کارکوونکو ته اصلاحي بیان ترسره شو او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو په ورځني ژوند کې تقوا غوره کړي، له هر ډول خیانت څخه ځانونه وساتي، د افغانستان دې مظلوم او ځورېدلي ولس او په ځانګړي ډول کونډو، یتیمانو او معلولینو ته اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي همداراز وويل: په یادو رياستونو کې د دعوت او ارشاد رياست لخوا ټاکل شوی مسؤل دې باید په اړوندو ریاستونو کې د خپلې دندې ترڅنګ د دیني علومو د ارتقاء په موخه کارکوونکو ته د قرآن عظیم الشان درس پیل کړي.

نوموړي د یادو رياستونو له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو خپل سيرت او صورت د شریعت مطابق برابر کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS