د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د الحاقیه ودانۍ د بیارغونې چارې پیل شوې

nasrat_admin
Sun, Nov 26 2023 1:47 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د الحاقیه ودانۍ د بیارغونې چارو د افتتاح په مراسمو کې د یاد وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم قاري محمد امین درویش، د تدارکاتو آمر محترم قاري عبدالباسط، د اداري او خدماتو د څانګې آمر محترم قاري شریف الله ابابیل او د محسن مجیدزارده ساختماني او سرک جوړونې شرکت مسؤل محترم عبدالروف ابراهیمی ګډون درلود.

د یاد وزارت الحاقیه ودانۍ د بیا رغونې چارې چې د محسن مجیدزاده ساختماني شرکت ته سپارل شوې دي په هغه کې د یادې ودانۍ او د احاطې د دیوالونو رنګمالي، د پلې لارو د کانکریټ اچونې، د الکټرونیکي تجهیزاتو نصب کول، د عمومي دروازې جوړول، د زینو د کټارو جوړول، د پي وي سي دروازو جوړول، دسپټیک څاه او د مثمرو ونو د ساتنې په موخه د فنس جالۍ نصب کول شامل دي چې د دریو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د یادونې وړ ده چې یاده ودانۍ په تیرو پنځه ویشتو کلونو کې ویجاړه او ورڅخه ګټه نه اخیستل کیده چې د اسلامي امارت د واکمنيدو څخه وروسته یې ځینې برخې رغول شوې او د پاتې برخو د بیارغونې چارې یې نن پیل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS