د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د قطرالخیریه بنسټ لخوا پر درې سوه (۳۰۰) تنو معلولینو، کونډو، یتیمانو او اړمنو کسانو باندې د مرستو کڅوړې وویشل شوې

nasrat_admin
Thu, Jun 08 2023 12:31 PM
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د یاد وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثنأالله فرقاني، د نوموړي وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پروژو د تطبیق آمر ښاغلي مولوي مطیع الله، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي او همداراز د قطرالخیریه بنسټ ځینو مسؤلینو ګډون درلود.

 د دې پروګرام په ترڅ کې د قطرالخیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ د خوراکي توکو کڅوړې چې په هغې کې ( اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، دال نخود، د سوجي اوړه، مکروني، بوره او چای) شامل وو، پر درې سوه تنو یتیمانو، معلولینو کونډو او اړمنو کسانو باندې وویشل شول.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS