د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ترکیې هیواد د (IHH) خیریه مؤسسې سره، یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مرستو د ویش په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

nasrat_admin
Tue, Jan 17 2023 2:04 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند  او د ترکیې هیواد د (IHH) خیریه مؤسسې مسؤل ښاغلي مجاهد کلیچ ترمنځ لاسلیک شو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال د ترکیې د (IHH) خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: " تاسو ډیر مظلوم قشر( یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت یاست چې له شک پرته دې مظلوم او بې وزله قشر ته د ارزښتناکو خدمتونو په وړاندې کولو سره د زړه ډاډ او سکون ترلاسه کیږي".

د يادونې وړ ده چې یاد خدمتونه د کندهار او غزني ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ ترسره کیږي او د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به پنځه سوه يتيمانو، کونډو او معلوليت لرونکو وګړو ته په یادو ولایتونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو کڅوړې وویشل شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS