د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ترکیې هیواد د (IHH) خیریه مؤسسې سره، یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مرستو د ویش په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند او د ترکیې هیواد د (IHH) خیریه مؤسسې مسؤل ښاغلي مجاهد کلیچ ترمنځ لاسلیک شو.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال د ترکیې د (IHH) خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: " تاسو ډیر مظلوم قشر( یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت یاست چې له شک پرته دې مظلوم او بې وزله قشر ته د ارزښتناکو خدمتونو په وړاندې کولو سره د زړه ډاډ او سکون ترلاسه کیږي".
د يادونې وړ ده چې یاد خدمتونه د کندهار او غزني ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ ترسره کیږي او د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به پنځه سوه يتيمانو، کونډو او معلوليت لرونکو وګړو ته په یادو ولایتونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو کڅوړې وویشل شي.