په نهو تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې بريښنايي ویلچرونه وويشل شول.

nasrat_admin
Wed, Sep 28 2022 2:37 PM
mmd

د ترکیې هېواد د (IHH) خیریه بنسټ  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د یوې معلولې میرمنې او اته نارینه معلولینو په ګډون نهه (۹) تنو ته عصري بریښنايي ویلچیرونه وویشل.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوی وو، یاد شوي ویلچرونه د ټولنیزو خدمتونو رئیس مولوي ثناء الله فرقاني او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي محمد موسی صدیقي په شتون کې د (IHH) خیریه بنسټ د مسؤل له خوا په مستحقو معلولینو باندې وویشل شول.

د يادونې وړ ده، چې ياد خیریه بنسټ له دې وړاندې هم یتیمانو او معلولينو ته د خوراکي توکو، نغدو پيسو او د ويلچيرونو په برخو کې مرستې کړې دي

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS