د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
Sun, Jul 31 2022 1:10 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د یو لړ ولایتي سفرونو په ترڅ كې د یو پلاوي سره  د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست څخه لیدنه وکړه.  په دې سفر کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازیو د ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ملتیا کوله، د لوګر ولایت دشهیدانو او معلولینوچارو ریاست  د کارکوونکو د کړنو څرنګوالې  یې وڅیړل، او یاد ریاست پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې واورېدې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي د یاد ولایت دشهیدانو او معلولینوچارو ریاست د کارکوونکو او ادارې عمومي ارزونه وکړه، او د ادارې د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړې، او په همدې حال کې یې د 1401 کال د پنځو میاشتو د بودیجې لګښت د څرنګوالي په اړه هم لازمې  خبرې اترې وکړې.

په پام کې ده چې ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د دغو ولایتي سفرونو په لړ کې  د پکتيا، خوست او پکتيکا ولایتونو دشهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو  څخه هم لیدنه  وکړي چې د دې سفر اصلي موخه یې د اړوندو رياستونو له کړنو او د فعالیتونو د څرنګوالي ارزونه ده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS