په ننګرهار ولايت کې په څلور سوه بېوزلو کورنيو باندې د مرستو کڅوړۍ ووېشل شوې

farahmand_admin
Sun, Mar 27 2022 9:09 AM
mmd

په ننګرهار ولایت کې څلور سوه بیوزلې کورنې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او همدارنګه د IHH خیریه بنسټ له مرستو برخمنې شوې. دا مرستې چې خوراکي توکي په کې شاملې وې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د IHH خیریه بنسټ لخوا په دو سوه بیوزلو کورنیو باندې  د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې او پاتې دوه سوه نورو کورنیو باندې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په انګړ کې وویشل شوې.

 

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي لعل باز اسدالله پر اړمنو کورنیو د مرستو د ویش له امله خوښي څرګنده کړه  او د مرستو د ویش په بهیر کې یې د رونټیا د شتون ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چی د دغو مرستو د ویش په بهیر کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس او همدارنګه د ترکیې هیواد  IHH د خیریه بنسټ مسوولینو هم شتون درلود د هغوې پر وړاندې د دغو مرستو ویش په شفافیت سره تر سره شو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS