د معلولیت په برخه کې له همکارو مؤسيسو سره د همغږۍ غونډه وشوه

farahmand_admin
Thu, Jul 01 2021 3:23 PM
خبر

پنج‌شنبه د 1400لمريز کال د چنګاښ لسمه نېټه

 د معلولیت د چارو په برخه کې د وزارت او د همکارو مؤسيسو (DSCG) ترمنځ د همغږۍ آنلاین ناسته د ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي( د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نامزد وزير ) په مشرۍ ترسره وشوه. په دې ناسته کې، په بیلابیلو برخو کې د همغږۍ او ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې، په ځانګړي توګه د مشورتي بورډ په جوړولو او همداراز د ولسمشرۍ د عالي مقام رياست تر منظورۍ وروسته د معلولیت ستراتیژۍ د نهایی کولو او پلي کولو په هکله خبرې وشوې او په اړه یې نظریات شریک شول. په دې ناسته کې د معلولیت په برخه کې, همکارو مؤسسو د شهیدانو او معلولینو وزارت له رهبرۍ سره د خپل فعاليتونو د پرمختګ راپور شریک کړ.

 د غونډې په پیل کې، د دیمک مؤسسې د قربانیانو مسؤل ښاغلي حبیب خان ځاځی د معلولیت ملي ستراتیژۍ، دمعلولیت ملي ډیټابیس او د ماینونو د بندولو تړون د بین القاره اي د ناستو مجلس د پرمختګ په اړه خپل راپور د شهبدانو او معلولینو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړ.

وروسته بیا د (DSCG) همکارو مؤسسو نورو استازو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ته د خپلو فعالیتونو د پرمختګ راپور وړاندې کړ او په لا همغږي او همکارۍ یې ژمڼه او ټینګار وکړ. ورپسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د همکارو مؤسيسو د همکاریو او هڅو څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې د معلولیت ملي ستراتیژي تر ټولو مهم سند دی چې د لسو کلونو لپاره د وزارت د فعالیتونو اصلي کرښې ښیي او پکښې د معلولیت لرونکو خلکو ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي. هغه پر همکارو مؤسيسو او نورو نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې په دې برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره جدي همکاري وکړي. ښاغلي فاروقي ټینګار وکړ چې د فعالیتونو د لا اغيزمن کیدو لپاره باید ټولې همکارې مؤسسې په میاشت کې یو ځل خپلې غونډې وکړي او خپل کاري راپورونه دې وزارت سره د څلور مياشني، شپږ میاشتني او کلني په اساس شریک کړي.

 ښاغلي فاروقي د شهیدانو وارثینو او معلولینو لپاره د مشورتي بورډ پر جوړولو هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د پرمختګ یادونه هم وکړه. په پای کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست په دې آنلاین ناسته کې له ټولو برخه والو وغوښتل چې د مطلوب پایلې د ترلاسه کولو لپاره د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS