د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د زده کړو زمينې برابرول مو کاري لومړيتوب دی

sadiq_admin
Tue, May 25 2021 2:15 PM
ss

د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د زده کړو زمينې برابرول مو کاري لومړيتوب دی

نن سه شنبه د غبرګولي په ۴مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د معلولينو فرهنګي او پراختيايي موسسې مشر په ګډون د معلولينو له يو شمیر استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واوريدل.

د ناستې په پيل کې د معلولينو فرهنګي او پراختيايي موسسې مشر عزيزالله راسخ د معلوليت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته خنډونو؛ د حقوقو ځنډ، کارموندنې، کاري غرفو ويش، فزيکي لاسرسي، زده کړو، ټولنيز ادغام، سرپناه او اشتغال زايي ستونزو يادونه وکړه او د وزارت له مشرتابه څخه يې د حل او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د معلوليت لرونکو وګړو نورو استازو هم په مرکز او ولايتونو کې د شته ستونزو د هواري هيله څرګنده کړه او په دې برخه کې يې له خپله اړخه د وزارت سره د همغږۍ او ګډکار ژمنه وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي وزارت ته د دوی د راتګ او ستونزو شريکولو له امله مننه وکړه او د يادو ستونزو د هواري پر وړاندې يې د حوصله مندۍ، همغږۍ او ګډکار سپارښتنه وکړه.

د نوموړي په خبره، چې په افغانستان کې د معلولينو په ګډون ۲۸ قشرونه ژوند کوي او هر قشر له خورا ستونزو سره لاس او ګريوان دي، کوم چې دا ټولې بدبختۍ او ستونزې په هېواد کې د اوږدې او خونړۍ جګړې زيږنده ده‌.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، چې د وزارت رهبري هييت له شته محدودو امکاناتو او سرچينو په اعظمي ګټې اخيستنې سره په پوره ژمنتيا او ريښتينولۍ هڅه کوي، تر څو د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزې د روڼتيا په رڼا کې حل او ورته د ژوند اسانتياوې بربرې کړي‌‌.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د زده کړو زمينې برابرول د وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې يې په هېواد دننه او بهر کې د زده کړو فرصتونو د موندلو لپاره پراخې هڅې روانې کړې دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS