د معلولیت ملي ستراتېژۍ د نهایي کولو وروستۍ غونډه ترسره شوه

sadiq_admin
Tue, Mar 09 2021 8:54 AM
sa

د معلولیت ملي ستراتېژۍ د نهایي کولو وروستۍ غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت ملي ستراتېژۍ د نهایي کولو په لړ کې دولتي ادارو سره خپله وروستۍ غونډه ترسره کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، چارو ادارې، ځمکو او ښار جوړولو وزارت، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت او د احصایې او معلوماتو ادارې استازو پکې ګډون درلود.

په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د یادو ادارو استازو ته ښه راغلاست ووایه او د ستراتېژۍ په نهایي کولو کې یې د جمهور رییس د لارښوونو پر بنسټ د دوی نظرونه، همکاري او همغږي وستایله.

ښاغلي فاروقي معلولیت په هېواد کې د اوږدې جګړې لامل وګڼه وویل، چې معلولیت یوه ملي مسله او ستونزه ده، چې د یوې ادارې له لوري ورته رسیدګي ستونزمنه ده. اړینه ده، چې ټولې ادارې د خپلو کاري برخو اړوند دغه قشر ته خدمتونه وړاندې کړي. زیاته یې کړه، چې دغه سند د ټولو ادارو د نظرونو پر بنسټ جوړ شوی او په ټوله کې یو افغاني ملي سند ته چې په هېواد کې د معلولیت ستونزې د ښه تشخیص له مخې رامنځته شوي او په دې کې د ټولو ادارو همکاري او همغږي د ستاینې او مننې وړ ده.

ښاغلي فاروقي د ستراتېژۍ د نهايي کولو او مختلفو ادارو د نظرونو اخیستو په وروستۍ ناسته کې د دا ډول غونډو دوام اړین وباله او وړاندیز یې وکړ، چې د ستراتېژي اړوند ټول نظرونه په لیکلې بڼه ترتیب شي، معلومات د خپلې ادارې مشرتابه سره شریک او د همغږۍ او تطبیق برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ستراتېژۍ د موخو، اړتیاوو، اساساتو او منځپانګې په اړه ښاغلي حبیب خان ځاځي د غونډې کډونوالو ته معلومات وړاندې کړه او د دې ستراتېژۍ نهایي کېدل او تطبیق یې مهم وګڼه.

د یادو ادارو مسولینو هم د دې ستراتېژۍ د غني او بشپړولو په موخه خپل نظرونه وړاندې کړه او د تطبیق په اړه یې ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د معلولیت ملي ستراتېژۍ د پیاوړتیا او نهايي کولو په اړه ټولو دولتي ادارو سره ناستې ترسره شوې او نن یې وروسته هغه وه. له دې وروسته به د ټولو ادارو نظرونه په ستراتېژۍ کې شامل او د جمهوري ریاست عالي مقام سره به شریکه شي. د یاد مقام له تاییدۍ او لارښوونو وروسته به یې د ټولو ادارو په همکارۍ او همغږۍ د تطبیق عملي چارې پیل شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS