د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

sadiq_admin
Sat, Feb 27 2021 4:28 PM
ds

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

نن شنبه د (کب میاشتې ۹ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه، چې مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو پکې ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي فاروقي د (کب د نهمې) د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې په مناسبت د هېواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو، د دوی کورنیو او ټول افغان ولس ته د خپلې مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او امنیتي ځواکونو سرښندنې، زړورتیا او موجودیت یې د هېواد لپاره ستره لاسته راوړنه وګڼله.

ښاغلي فاروقي د وزارت د چارو په اړه څرګنده کړه، چې ځینو برخو کې ستونزې موجودې دي؛ مهمه ده، چې د یوه منظم پلان پر بنسټ تشخیص او د له منځه وړلو لپاره یې جدي ګامونه پورته شي. ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیرونه باید ورځې تر بلې شفاف، معیاري او چټک شي.

ښاغلي فاروقي د همغږۍ پیاوړتیا، د عدالت، روڼتیا، سیستم تطیبق، فساد سره مبارزه او د چارو منظمول، خپل دیني او وظیفوي مسولیتونه وګڼل زیاته یې کړه، چې ټولې چارې به د ورکړل شویو صلاحیتونو او قانون پر بنسټ ترسره او هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې فساد او نورو ناقانونه کړنو ته لاره هواره کړي. د دې تر څنګ یې ټولو مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې په یاد ډول خپل مسولیتونه په صادقانه ډول ترسره کړي، تر څو د شهیدانو کورنۍ او معلولین پر خپل وخت له حقوقو او امتیازاتو برخمن شي.

ښاغلي فاروقي د جینوا کنفرانس په اړه د جمهوري ریاست عالی مقام د احکام او فرامینو د پر وخت تطبیق لارښوونه وکړه وویل، چې د کړنو راپور باید دقیق او پر وخت یاد مقام سره شریک شي.

ښاغلي فاروقي د بودجې او تدارکاتو کمېټې د رامنځته کولو د تایید تر څنګ وویل، چې باید په اونۍ کې یو ځل غونډه ترسره او اړوندې چارې په منظم ډول تعقیب کړي.

د یادو موضوعاتو سربېره په ولایتونو کې د برېښنایي سیستم د تطیبق لپاره د انټرنیټ اسانتیا برابرولو، د موبایل له لارې د حقوقو ورکړې، سولري سیستم فعالولو او په مرکز کې د ولایتي امرینو د همغږۍ ورکشاپ ترسره کولو په اړه نظرونه شریک او اړینې پرېکړې وشوې.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS