د جمهوررئیس غني په مشرۍ غونډې دمعلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث وکړ

sadiq_admin
Sun, Dec 06 2020 11:49 AM
csc

د جمهوررئیس غني په مشرۍ غونډې دمعلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ سره غونډه کې دمعلولیت ملي ستراتېژۍ پر مسودې بحث او خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، په پیل کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اريوبي په خپلو خبرو کې معلولیت لرونکو وګړو ته د جمهوررئيس د همېشنۍ پاملرنې مننه و کړه.

وروسته د شهیدانو او معلولینو وزارت سلاکار حبیب خان د یادې مسودې په اړه چې ټاکل شوې پر ملي ستراتېژۍ بدله شي هراړخیز معلومات ورکړل وې ویل، د معلولیت ملي ستراتېژۍ جوړولو موخه معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره ژوندبرابرول او دوی ته د لازیاتو امکاناتو او فرصتونو ایجادول دي.

هغه زیاته کړه، دغه ستراتېژي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د راتلونکو لسو کلونو په خاطر په پام کې نیول شوې او په هرو درې کلونو کې د معلولیت لرونکو افرادو اړتیاوو او غوښتنو ته په پام ارزول کېږي.

وروسته د غونډې یو شمېر ګډونوالو معلولیت لرونکو وګړو سره د هراړخیزې مرستې په موخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت دغه نوښت وستایه او پر یاده مسوده یې د هراړخیز بحث پرمهال د بېلابېلو برخو د لا ب‌‌‌‌‌‌ډاینې په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

جمهوررئیس محمداشرف غني د یادو ګډنوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه دغه کارونه کافي نه دي او ضرور ده چې د معلولیت ملي ستراتېژۍ کې نوښتونه په پام کې ونیول شي.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د پوهنې، روغتیا، مسکن، کرنې او صنعت سکتورونو او د عامه پوهاوي او استخدام په برخو کې دې معلولیت لرونکو وګړو ته مشخص اقدامات تعریف او د پرمختګ په اړه دې جمهوري ریاست ته راپور وړاندې شي.

جمهوررئیس وویل، همدا راز دې د اقتصادي عالی شورا یوه غونډه کې له خصوصي سکتور سره ځانګړې ناسته وشي، ترڅو د معلولیت لرونکو کسانو ستونزې د دوی په مشارکت حل شي.

د هیواد جمهوررئیس دېته په پام چې معلولیت لرونکو کسانو ته رسېدګي یو اجتماعي او اخلاقي مسوولیت دی، په بېلابېلو برخو کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره د واضح چوکاټ برابرولو لارښوونه وکړه، ترڅو د معلولیت لرونکو وګړو غوښتنو ته پکې اساسي پاملرنه وشي.

جمهوررئیس غني د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته په خطاب کې وویل، تاسې باید تر راتلونکی یوې میاشتې پورې پالیسي، ستراتېژي او د عمل پلان ترتیب او د چارو ادارې سره شریک کړئ.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS