د کندهار ولایت د معلولینو او د شهیدانو ورثې اړوندو چارو ته به رسېدنه وشي

sadiq_admin
Sat, Oct 31 2020 9:38 AM
xa

د کندهار ولایت د معلولینو او د شهیدانو ورثې اړوندو چارو ته به رسېدنه وشي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کي د دولت وزارت د دفتر رییس سید حامد هاشمي د کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل او معلولینو او د شهیدانو وارثینو د حقوقو د ورکړې او ورته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه یې خبري وکړې

په غونډه کی د شهیدانو وارثینو او معلولینو د اسنادو د بررسۍ بهیر چټکیتا، په خپل وخت د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د حقونو د ورکړې، د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره د اداري ودانۍ ځانګړي کولو، د یاد آمریت د امنیت تامین، د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې او په تحصیلي بورسونو او دولتي ادارو کي هغوی ته د کاري زمینو برابرولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وشوې.

د مرکزي احصایې مسولینو ته لارښوونه وشوه، چې د برېښنایي تذکرو په ورکړه کې باید د شهیدانو ورثې او معلولینو ته لومړیتوب ورکړل شي

سید حامد هاشمي د اسناد او وثیقو د څېړنې او ارزونې، روڼتیا تامین، برېښنایي سیستم تطبیق او نورو برخو کې د کندهار ولایت د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په ټینګښت او پراختیا تاکید وکړ.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS