د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او کوربتوب د معلوليت ملي ستراتيژۍ د بيا کتنې ورکشاب جوړ شو

sadiq_admin
Wed, Oct 14 2020 2:05 PM
sd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او کوربتوب د معلوليت ملي ستراتيژۍ د بيا کتنې ورکشاب جوړ شو

دغه ورکشاپ کې چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ د خدمتونو دفتر په تخنيکي مرسته جوړ شوی و، د هېواد د معلولينو استازو، د کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو چارواکو او د وزارت کارکوونکو پکې ګډون درلود.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت تخنيکي مرستيالې جميلې نورستانۍ د غونډې په پيل کې د ورکشاپ ګډونوالو ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه او خوښي يې څرګنده کړه، چې له نيکه مرغه د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له نورو اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ وتوانيد چې کال وړاندې د لسو کلونو لپاره د معلوليت ملي ستراتيژي جوړه او د پلې کولو لپاره يې لاس په کار شي.

د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ د خدمتونو دفتر استازي ګيټان دی پيپويس، هم د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړونده مرستدويه بنسټونو سره د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت سلاکار حبيب خان ځاځي د ورکشاپ ګډونوالو ته د معلوليت لس کلنې ستراتيژۍ په هکله د سيمينار په ډول هر اړخيز مالومات وړاندې کړل.

د ښاغلي ځاځي د مالوماتو له مخې، چې ددې ستراتيژۍ اصلي موخه داده چې؛ ټول معلوليت لرونکي وګړي بايد زده کړو، معشيت، کار، روغتيا، بيارغونې، رواني-ټولنيز ملاتړ، مصؤنیت، ترانسپورټ، سياسي ګډون، بيړنی بشردوستانه ملاتړ، سپورټ، تفريح او د نورو اتباعو په څېر د ژوند ټولو اسانتياوو ته لاسرسی ولري.

د يادونې وړده، چې ياد ورکشاپ هر درې کاله وروسته دايرېږي، ترڅو اړوندې مسوولې ادارې، د معلولينو استازي او ګډونوال ياده ستراتيژي تر بحث لاندې ونيسي او د اړتيا سره سم پکې بدلون راولي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS