د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي پکتيا کې د اسنادو او وثیقو د څېړنې کمېټې له غړو سره وکتل

sadiq_admin
Wed, Sep 23 2020 9:34 AM
das

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي پکتيا کې د اسنادو او وثیقو د څېړنې کمېټې له غړو سره وکتل

نن دوشنبه (۳۱وږې) د ولايتي سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي، د پکتيا والي محترم حليم فدايي په ګډون، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو او وثیقو د څېړنو کمېټې غړو سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د پکتيا د محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت رئيسانو ، باصلاحیته استازو او د شهيدانو او معلولينو چارو آمر ګډون درلود.

محترم آريوبي صيب، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څيړنې کمېسيون غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د ښاغلي آريوبي په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو حل لومړيتوب لري او هغوی ته د ژوند له لومړنيو اړتياوو را نيولې تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې بايد برابرې شي.

نوموړي د پکتيا اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

د ناستې په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنې کميسيون غړو له محترم وزير لعل الدين آريوبي او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې، وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې پکتيا ته سفر را وکړ. د کمیسیون غړو وویل: پکتیا کې ۳۲۰۰ اسنادونه څیړل شوي، ۵۸۹ اسنادونه یې په ناقانونه توګه ثبت شوي وو رد شول.

ښاغلي آريوبي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر شفافيت او روڼتيا د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو مسولو ولايتي چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه او له وزارت سره د ولايتي اړوندو ادارو د همغږۍ د زياتوالي لارښوونه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS